د خيبر پښتونخوا والي له خپلې دندې استعغا وکړه

20 دلو 1394 ساعت 8:03

د خیبرپښتونخوا والي سردار مهتاب احمد خان عباسي له خپلې دندې لاس په سر او خپل استعفا لیک یې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته وړاندې کړی.


د خیبرپښتونخوا والي سردار مهتاب احمد خان عباسي له خپلې دندې لاس په سر او خپل استعفا لیک یې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته وړاندې کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سردار مهتاب احمد عباسي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې له خپلې دندې د استعفا اعلان کړې ده.
ویل کېږي د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د عباسي تر استعفا منلو وروسته د هغه استعفا لیک د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ته لېږلی دی.
باید وویل شي، چې د مسلم ليګ نواز ګوند سره تړلي، سردار مهتاب عباسي په خپله ۳۰ کلنه سياسي دوره کې د يوه ايالت د والي او مشر وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 76578

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com