حکمتیار:

له حکومت سره به د سولې پروسه ژر نهايي شي

11 جوزا 1395 ساعت 8:22

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب له حکومت سره د سولې پروسې ته خوښي ښکاره کړې خو ویلي یې دي، چې د دې پروسې تر نهايي کېدو پور لږ صبر ته اړتیا ده.


د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب له حکومت سره د سولې پروسې ته خوښي ښکاره کړې خو ویلي یې دي، چې د دې پروسې تر نهايي کېدو پور لږ صبر ته اړتیا ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلامي حزب تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي حکمتیار له قوله ویلي، د هغو کړیو د تبلیغاتو پروا مه کوي، چې شیطاني موخې لري او له سولې وېرېږي.
ښاغلي حکمتیار په دغه اعلامیه کې زیاته کړې« د روغي جوړي او مصالحې په اړہ هيله ده لږ صبر وكړئ، تر هغه انتظار وكړئ چي د حزب اسلامي او دولت تر منځ مذاكرات خپل منطقي پاى ته ورسېږي، دواړہ لوري تفاهمليك ته وروستۍ بڼه وركړي او لاسليك ته ئې چمتو كړي، د دواړو لورو له توافق وروسته به رسماً او په گډہ دوى خبر كړى شي. مه تلوار كوئ او مه د هغو كړيو د كركجنو تبليغاتو پروا كوئ چي شيطاني موخي لري او له سولي وېرېږي.»
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د خپل ګوند موافقه د اختلافاتو او رقابتونو د ختمولو لپاره بللې ده او ویلي یې دي، چې دا پروسه به منطقي انجام ته ورسېږي.
نوموړي د سولې په اړه شکونه رد کړي او وايي« موږ ټولو لوريو ته؛ د هغو په شمول چي حزب ته رقيب او حريف په سترگه گوري او د سولي د روان بهير په ارتباط شكوك او شبهات لري او قصداً يا د ناپوهۍ له كبله د سولي له مخالفينو سره همغږي كوي؛ د دوستۍ لاس اوږدوو، اطمئنان وركوو چي دا توافق به د هيڅ افغان په خلاف نه وي، موږ د اختلافاتو او ناروا رقابتونو د ختمولو په موخه روغه جوړہ كوو نه د پاللو لپاره ئې، له ټولو د همداسي عزم او هوډ هيله لرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حزب اسلامي د دفترونو مشر رسنیو ته ویلي وو چې د حکمتیار اسلامي حزب به تر هغو د سولې موافقه لاسلیک نه کړي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش نه وي ټاکل شوی.
خو ښاغلي حکمتیار په دغه اعلامیه کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي، چې د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين كريم دئ، د مذاكراتو د پايلي په اړہ به د حزب رسمي دريځ د هغه له لوري اعلانېږي.
باید وویل شي، چې سولې ته د حکمتیار له چمتو کېدو وروسته د طالبانو یوې بېلې شوې ډلې چې مشري یې ملا محمد رسول کوي هم پرون اعلان وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته تیار دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80742

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com