اذربايجان له افغان امنیتي ځواکونو سره په هره برخه کې د مرستې ژمنه کړې

11 جوزا 1395 ساعت 9:42

د اذربایجان ولسمشر وايي، هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو د ټولو هوایي اړتیاو د پوره کولو، د پيلوټانو د روزلو او د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي الهام علی اوف دغه څرګندونې په پلازمېنه باکو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې کړې او ویلي یې دي، چې اذربايجان له افغانستان سره د ژورو اړیکو غوښتونکی دی.
د هغه په وینا د افغانستان او اذربایجان تر منځ د همکاریو د پراختیا نوی پړاو پیل شوی او هېواد یې له افغانستان سره د ژورو، ستراتیژیکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي الهام علی اوف وویل، هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو د ټولو هوایي اړتیاو د پوره کولو، د پيلوټانو د روزلو او د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاري وکړي.
نوموړي د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د افغانستان ثبات اړین بللی او ویلي یې دي، اذربایجان له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
جمهورآژنس:کابل

کد مطلب: 80749

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com