لغمان کې یو طالب قوماندان له خپلو ملګرو سره و وژل شو

11 جوزا 1395 ساعت 11:37

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په لغمان ولایت کې د طالبانو یو قوماندان له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای و وژل شو.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په لغمان ولایت کې د طالبانو یو قوماندان له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای و وژل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوی طالب قوماندان ملا عبدالصبور نومېږي.
سرچینه زیاتوي، د ملا عبدالصبور په مشرۍ، چې د ځانمرګو بریدونو طراح هم دی له ۱۱ تنه وسله والو سره پلان درلود، چې په لغمان ولایت کې ځانمرګي بریدونه پلان کړي، خو له ملي امنیت ځواکونو سره به بادپښ سیمه کې په نښته واوښتل.
خبرپاڼه وايي، په دغه نښته کې ملا عبدالصبور، ملا الله ګل سرور چې په لوګري مشهور دی او د دوی دوه تنه نور ملګري و وژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80753

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com