د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر روسیې ته ولاړ

3 اسد 1395 ساعت 10:12

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ په یوه رسمي څلور ورځني سفر روسیې هېواد ته ولاړ.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ په یوه رسمي څلور ورځني سفر روسیې هېواد ته ولاړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي ښاغلی اتمر د روسیې د ملي امنیت د سلاکار نیکولای پتروشووف په رسیمي بلنه دغه هېواد ته نن سهار روان شو.
له ښاغلي اتمر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په ګډون د ۷ وزارتونو مرستیالان هم شامل دي.
د ملي امنیت شورا له نه خبره شوې خبرپانه وایي ښاغلی اتمر افغان هوایي ځواکونو ته د تجهیزاتو او تدارک برابرو او تر لاسه کولو لپاره روسیې ته روان شو.
سرچینه زیاتوي، چې اتمر به د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین، پتروشووف، دفاع، بهرنیو چارو وزیرانو سره بېره له نورو لوړ پوړو روسي چارواکو سره هم وګوري.
خبرپاڼه کې راغلي، اتمر د افغان هوايي ځواک له پاره د MI۱۷ او MI۳۵ چورلکو او د افغان ځواکونو د تجهزاتو د ترمیم له پاره د وسایلو د برابرو تر څنګ به له روسي چارواکو سره پر دوه اړخیزه سیاسي او امنیتي اړیکو هم خبرې اترې وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې مرستو ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې دواړو برخو کې د روسیې او نړیوالې ټولنې مرستې او د افغان ځواکونو د جګړیزو مهارتونو لوړوالی به مثبتې پایلې ولري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82804

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com