د زابل والي د وسله والو تر برید لاندي راغی

3 اسد 1395 ساعت 11:46

د زابل والي بسم الله افغان مل او ورسره پلاوی تر وسله وال برید لاندې راغلی، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.


د زابل والي بسم الله افغان مل او ورسره پلاوی تر وسله وال برید لاندې راغلی، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، والي او ورسره پلاوی نن سهار شاجوی ولسوالۍ ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شو.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو د شاجوی ولسوالۍ په تازي سیمه کې کمېین نیولی و او د والي پر موټریز کاروان یې د سپکو او درندو وسلو برید وکړ.
د والي ویاند مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو ځینې سرچینې وايي، په دې نښته کې یو پولیس ټپي شوی او لا هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.
بل خوا د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزی هم د برید پخلی کوي خو وايي والي او نورو کسانو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:زابل


کد مطلب: 82808

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82808/

جمهور
  https://www.jomhornews.com