ننګرهار کې ۷۷ وسله وال وژل شوي

6 سنبله 1395 ساعت 13:46

چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په حصارک او غني خېلو ولسوالیو کې مخالفینو ته اوښتې.
نوموړي زیاته کړه، چې یوازې په حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۶۹ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۷ ویالې په سیمه کې هم د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۸ وسله وال وزل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان پوځي چارواکي په هلمند ولایت کې هم د ۴۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 84195

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com