جنرال جوزیف:

افغانستان کې مو د داعش ۲۵ سلنه وسله وال له منځه وړي

10 سنبله 1395 ساعت 14:19

په افغانستان د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزېف ډانفورد وايي په افغانستان کې د دوى د ځواکونو په وروستيو عملياتو کې د داعش ٢٥ سلنه وسله وال له منځه وړل شوي.


په افغانستان د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزېف ډانفورد وايي په افغانستان کې د دوى د ځواکونو په وروستيو عملياتو کې د داعش ٢٥ سلنه وسله وال له منځه وړل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې د امريکا دفاع وزارت "پنټاګون" کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
ده ویلي، چې افغان ځواکونه اوس ښه روزل شوي او د ټولو امنيتي چارو او عملياتو رهبري پر غاړه لري خو په وینا یې افغان ځواکونه اوس هم له ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم په مېړانه مبارزه کوي.
هغه وايي، په ننګرهار ولايت کې د داعش پر وړاندې د وروستيو عملياتو په پايله کې د دې ډلې ٢٥ سلنه وسله وال له منځه وړل شوي دي.
جنرال جوزیف ویلي د ولسمشر اوباما په سپارښتنه یې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې جګړې ته زور ورکړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84380

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com