روسیه:

داعش په منځنۍ آسیا کې د حضور له پاره رامنځ ته شوی

10 میزان 1395 ساعت 6:08

روسیه وایي، داعش وسله وال ډله په افغانستان کې نه بلکې په وینا یې په منځنۍ آسیا کې د حضور په موخه رامنځ ته شوې ده.


روسیه وایي، داعش وسله وال ډله په افغانستان کې نه بلکې په وینا یې په منځنۍ آسیا کې د حضور په موخه رامنځ ته شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیریمولوتوف له ریانوویستي خبري آژانس سره په مرکه کې کړې دي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې داعش ډله په افغانستان کې د حضور هیڅ لېواله نه ده، بلکې منځنۍ آسیا کې د حضور په موخه رامنځ ته شوې.
د نوموړي په خبره له همدې امله د دې ډلې غړي له ۵۰ تر ۶۰ سلنه غړي یې ځکه د منځنۍ اسیا له هېوادونو دي، چې په دغو هېوادونو کې حضور پېدا کړي.
دی وايي، که څه هaم داعش ډله د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پراخېدو هڅه کوي، خو په وینا یې تر دې مهاله د پرمختګ ظرفیت نه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا هم ویلي، چې داعش تر هغې مودې له طالبانو سره جګړه وکړه، چې د ځان د پیاوړي کولو په موخه په افغانستان کې مرکز پېدا کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85446

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com