ناټو افغان ځواکونو ته د ځانګړو هوایي عملیاتو په برخه کې روزنه ورکوي

1 عقرب 1395 ساعت 7:50

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو روزنکي وايي، ناټو ځواکونه افغان سرتېر ته د ځانګړو هوایي عملیاتو په برخه کې روزنه ورکوي.


په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو روزنکي وايي، ناټو ځواکونه افغان سرتېر ته د ځانګړو هوایي عملیاتو په برخه کې روزنه ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه روزنکي زیاتوي، چې افغان پیلوټانو د اوسنیو اړتیاوو پراساس روزنه ترلاسه کړې ده.
خو په وینا یې د ځانګړو او اغېزناکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغان ځمکني پوځ قوماندانان هم باید وروزل شي، تر چې دعملیاتو پر مهال دقیق اهداف په نښه او د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.
د ناټو ځواکونو د نوي پروګرام پربنسټ، د غوڅ ملاتړ ځواکونو روزنکي د افغان ځمکني پوځ شپېتو تنو قوماندانانو ته روزنه ورکوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86292

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86292/

جمهور
  https://www.jomhornews.com