کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړ

2 عقرب 1395 ساعت 9:06

امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په رېنجر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.


امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په رېنجر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د ملي ښارګوټي په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي وايي، چاودنه د ملي اردو موټر پورې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د رېنجر چلوونکى ټپي شوى او بل چا ته زیان نه دی رسېدلی.
دی وايي، ټپي روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د چاودنې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86348

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com