ولسمشر غني قطر هېواد ته ولاړ

4 عقرب 1395 ساعت 14:40

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر د پخواني امیر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر د پخواني امیر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن غرمه قطر هېواد ته ولاړ.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر د قطر د وفات شوي امیر خلیفه بن حمدآل ثاني په جنازه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کې د قطر د اوسني امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثاني سره هم وګوري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86466

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com