سعودي کې ترافیکي پېښې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

4 عقرب 1395 ساعت 14:44

رپوټونه وايي په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


رپوټونه وايي په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د سعودي عربستان په عقبه عسير سيمه کې د مسافر وړونکي بس د ګړندي تګ له كبله رامنځته شوې ده.
رپوټونه زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر سیلانیان هم شامل دي.
پولیسو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې او وايي پېښه د موټر چلوونګي د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86467

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com