ننګرهار:

د ۷ پاکستانیانو په ګدون ۹ وسله وال طالبان نیول شوي

21 جدی 1395 ساعت 14:54

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې ۹ وسله وال طالبان نیولي، چې ډېری یې پاکستانیان دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې ۹ وسله وال طالبان نیولي، چې ډېری یې پاکستانیان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال تېره شپه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ دګولايي په سیمه کې نیول شوي دي.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب وايي، د هوايي ډګر اړوند د ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې په دغه سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې ۹ وسله وال طالبان ونیول.
نوموړي زیاته کړې، چې په نیول شویو وسله والو کې ۷ تنه د پاکستان د سوات سیمې طالبان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د دغه وسله والو د نیول کېدو پخلی کوي او وایي امنیتي ځواکونو له ځان سره وړي دي.
نوموړی وايي د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 89931

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com