دانیال مارکي:

پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی او ټرمپ یې پر وړاندې جدي تصمیم لري

22 جدی 1395 ساعت 10:18

د امریکا د بهرنیو چارو د عالي شورا ارشد سلا کار دانیال مارکي وايي، پاکستان دې د ټرمپ په خبرو ځان نه غولوي، پر وړاندې یې جدي تصمیم لري.


د امریکا د بهرنیو چارو د عالي شورا ارشد سلا کار دانیال مارکي وايي، پاکستان دې د ټرمپ په خبرو ځان نه غولوي، پر وړاندې یې جدي تصمیم لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانیال مارکي دغه څرګندونې فارن پالیۍ ته په خپله یوه لیکه کې کړي دي.
نوموړي لیکلي، ټولو امریکايي چارواکو ته معلومه شوې، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی او او تر امریکا له ترهګرو سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي.
ده ویلي پاکستان ځکه ترهګرو سره اړیکي پالي او ارزښت ورکوي، چې په وینا یې دغه ډلې په سیمه کې د نیابتي جګړې تر ټولو ښه وسیله ده.
مارکي لیکلي« پاکستان تل په سیمه کې دوه مخې لوبه کړې ده، د زرګونه هندیانو، افغانانو او آن امریکایانو په وینو یې لاسونه سره دي نو د دې وخت دی چې پر وړاندې یې جدي اقدام وشي.»
هغه په ورته وخت کې دا هم لیکلي، چې پاکستان د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مکالمه تېروتی دی،بلکې هغه د دې هېواد پر وړاندې به قاطع تصمیم ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې د معلوماتو له مخې په لومړي قدم کې به ټرمپ پر پاکستان سخت فشارونه راوړي او دې ته به یې مجبوره کړي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
د نوموړي په وینا ښايي ټرمپ د ډیرو داسې شیانو په اړه له پاکستان سره حساب وکړي چې له امله یې په سیمه کې نا امنۍ او تلفات رامنځ ته شوي دي.
د هغه په باور ټرمپ داسې کسان په کابینه کې امنیتي او دفاعي مسوولین ټاکلي چې د افغانستان په جګړه کې اوږده تجربه لري او دوی ته معلومه ده چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89949

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com