خوست کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي

22 جدی 1395 ساعت 10:32

سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه برید تېر ماښام د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې شوی دی.
د صربيو ولسوال زرمعيد مخلص وايي برید د دې ولسوالۍ د محمد عزيز کلا تر څنګ پر هغه سراچه موټر شوی، چې د حقاني شبکې غړي په کې سپاره و.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې په سراچه کې سپاره څلور تنه چې د حقاني شبکې غړي و وژل شوي دي.
دی وایي په وژل شویو کسانو کې د نظر جان او روح الله په نومونو د حقاني شبکې دوه سرګروپان شامل دي او دغه راز دغه راز يو یې ماين خښوونکی او څلورم يې د وسلو او مهماتو د انتقال مسوول بلل شوی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس: خوست


کد مطلب: 89950

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com