>> جمهور - پاکستان دې د روسیې پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي - نسخه قابل چاپ

افتخار حسین:

پاکستان دې د روسیې پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي

23 جدی 1395 ساعت 8:54

د پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند غړی میا افتخار حسین وايي، پاکستان باید د روسیې پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې او پر خپله پالیسې دې له سره غور وکړي.


د پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند غړی میا افتخار حسین وايي، پاکستان باید د روسیې پر ځای له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې او پر خپله پالیسې دې له سره غور وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې میا افتخار زیاته کړې تر څو د افغانستان امنیت ښه نه شي، په پاکستان کې هېڅ ډول پراختیايي پروژه نه شي تطبیق کېدلی.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان له ثبات سره د سیمې ثبات تړلی او د دواړو هېوادونو مشران باید سره کیني او خپلې ستونزې حل کړي.
هه وايي، پاکستان دې د روسیې او چين پر ځای له هغو هېوادونو سره خپلې اړیکې سمې کړې چې زرګونه کلیومتره اوږده پوله ورسره لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89986

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89986/

جمهور
  https://www.jomhornews.com