آذربایجان ۴۱ سرتېري افغانستان ته رالېږلي دي

23 جدی 1395 ساعت 9:03

د اذربایجان دفاع وزارت وايي، ۴۱ تازه دمه سرتېري یې افغانستان ته لېږلي، تر څو د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.


د اذربایجان دفاع وزارت وايي، ۴۱ تازه دمه سرتېري یې افغانستان ته لېږلي، تر څو د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د آذربایجان له دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري به د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي.
سرچینه زیاتوي، چې لېږل شوي سرتېري به هڅه وکړي، د ناټو د غړو تر څنګ د افغان پوځیانو په روزه او مشور کې برخه واخلي.
باید وویل شي، چې په دې سره په افغانستان کې د ټولو آذربایجاني سرتېرو شمېر چې له ۲۰۰۲ څخه د ناټو په چوکاټ کې دنده تر سره کوي ۱۳۱ تنو ته ورسېده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 89988

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/89988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com