امریکا په هوايي برید کې د القاعده سل غړي وژلي دي

2 دلو 1395 ساعت 9:51

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په سوریه کې یې د هوايي برید پر مهال د القاعده شبکې ۱۰۰ غړي وژلي دي.


د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په سوریه کې یې د هوايي برید پر مهال د القاعده شبکې ۱۰۰ غړي وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت وايي، دغه برید د تېرې پنشنبې په ورځ د القاعده په یوه مرکز شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک په خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې د القاعده شبکې د شیخ سلیمان په نامه روزنیز کمپ په نښه شوی و.
برید د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما د واک په وروستۍ ورځ تر سره شوی، چې لومړی د امریکا B-۵۲ ډوله الوتکې کړی خو تر برید وروسته بې پیلوټه الوتکې هم څوارلس بمونه غورځولي دي، چې د القاعده ۱۰۰ غړي په کې وژل شوي.
په ورته وخت کې د سوریې د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، چې پرون د جمعې په ورځ هم د سوریې په شمال لویدیځ کې د جبه فتح الشام په نامه پر جهادي ډلې هوایي برید شوی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې د یادې ډلې د څلویښتو په شاوخوا کې وسله وال پکې وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90354

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com