لوګر کې دوه طالب قوماندان وژل شوي

8 حوت 1395 ساعت 12:32

چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان نیول شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.


چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان نیول شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې عملیات وکړل.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان قاري مجاهد او ملا بریالی وژل شوي او ۷ تنه نور طالبان ژوندي نیول شوي دي.
دی وايي، د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو اته موټرسايکلونه، يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د لوګر د والي ویاند په خبره په دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لوګر


کد مطلب: 91701

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91701/

جمهور
  https://www.jomhornews.com