ټرمپ د ناټو په سرمشريزه کې ګډون کوي

3 حمل 1396 ساعت 9:28

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په پام کې لري چې د مې په ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.


سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په پام کې لري چې د مې په ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له خپلو متحدینو سره ګوري څو د ناټو پر وړاندې خپله ټينګه ژمنه بيا تازه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ټرمپ په پام کې لري د هغو مسایلو په اړه چې ناټو ته مهم دي، په ځانګړي ډول د دغه ائتلاف د غړو تر منځ د مسؤلیتونو شریکولو او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د ناټو د رول په اړه بحث وکړي.
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر ټرمپ به د اپريل په ۱۲ نېټه د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92544

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com