حامد کرزی:

ما تصمیم نیولی، چې امریکا له افغانستانه وباسم / نور د ملي یووالي حکومت خپل نماینده نه بولم

26 حمل 1396 ساعت 12:33

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا له خوا د افغانستان په خاوره کې د تر ټولو ستر بم کارول لوی توهین دی او د یوه فرد په توګه یې پرېکړه کړې، چې امریکا له افغانستانه وباسي.


پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا له خوا د افغانستان په خاوره کې د تر ټولو ستر بم کارول لوی توهین دی او د یوه فرد په توګه یې پرېکړه کړې، چې امریکا له افغانستانه وباسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې، او زیاته یې کړه، چې نور په افغانستان کې ورته د امریکا دغه ډول کړنې د منلو نه دي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې د خپل ژوند په دوران کې درې ځلې له سخت اموزیښت سره مخ شوی او پرېکړې یې کړې، چې یو پر افغانستان د روسیې، د یرغل پر مهال، دوهم یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال او درېیم یې هم وړمه ورځ چې امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوی بم وکارولو.
نوموړي زیاته کړه، چې پر افغانستان د روسیې د یرغل پر مهال یې پرېکړه وکړه، چې جهاد ته ولاړ شي او روسان له ملکه وباسي، د طالبانو پر مهال یې پرېکړه وکړه، چې افغانستان ته ولاړ شي او د پاکستان له انحصار نه یې وژغوري او بلاخره نن یې پرېکړه وکړه، چې د امریکا د ورته کړنو مانع او هغوی له خپلې خاورې وباسي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل«څه موده مخکې د شینوارو مشران راته راغلي و او ویل یې چې رییس صیب امریکایانو موږ له خپلو کورونو او سیمو وباسي، حکومت هم ورته غږ نه کوي، نه پوهېږو څه چل دی، زما سره پر دې مهال ګڼې پوښتنې راپورته شوې، چې ښايي پاکستان به وړاندې راغلی او خاوره به رانه نیسي یا به بله څه خبره وي، خو پرون پوه شوم، چې امریکا ولې دغه خلک له خپلو سیمو ایستل، هغه یې د دې له پاره ایستل، چې خپلې وسلې دلته وازمویي.»
حامد کرزي وړاندې زیاته کړه«د دې بم کارول زموږ عزت ته توهین دی، امریکا خو د ترهګرو له منځه وړلو له پاره راغلې وه، خو د دوی په شتون کې خو لا زیات شول، ولې د دوی په شتون کې ترهګري نوره زیاته شوه، دا داعش افغانستان ته چا راوست، چا راوړی، ولې دوی هغه مهال چې داعش افغانستان ته راتله مخه یې نه نیوله، که نه امریکا ناکامه ده، که ناکامه وي، خو وه دې وايي، چې چا ناکامه کړې، که نه وي ناکامه باید و وايي، چې څه پلان لري، ولې زموږ په خاوره کې د داعش په نوم وسلې ازمويي، دا خاوره ورته دومره بې څښتنه ښکاري، چې هر څه غواړي کوي یې، ما د یوه پرد په توګه پرېکړه کړې او تصمیم مې نیولی، چې امریکا له دې خاورې وباسم، که دوهم کس راسره درېږدي که نه.»
هغه د امریکا له خوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو ستر بم یا د بمونو د مور بم د کارولو او افغان حکومت په اړه وايي«حکومت وايي، چې موږ په دغه برید خبرو، او له موږ سره په همغږۍ دا کار شوی، خو ما ته جوته شوه، چې نور دغه حکومت زما له پاره یو نمايينده نه دي، زه ده د افغانستان د یوه پرد په توګه نور دغه حکومت خپل نماینده نه بولم، ما د یوه فرد په توګه پرېکړه کړې، چې امریکا نور له دې خاورې وباسم، په همدې خاطر مې امنیتي تړون هم نه ورسره لاسلیکولو.»
حامد کرزي په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د دغه بم د کارولو چاپیریالیزه ستونزې زیاتوي، چې اغېزې به یې تر ۴۰ پنځوسو کلونو پورې هم له منځه لاړ نه شي.
کرزي په خپلو خبرو کې د ډېورنډ کرښې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا د افغانستان خاوره ده او هېڅ وخت به ترې تېر نه شي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«خاوره زموږ ده، خو دا چې زور نه لرو، دا بېله خبره ده که مې زور درلودای، نه مو پرېښودل.»
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 93356

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com