حامد کرزی:

داعش د نورو کمپنیو په څېر د امریکا قراردادي کمپنۍ ده

27 حمل 1396 ساعت 11:44

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، داعش د نورو کمپنیو په څېر د امریکا قراردادي کمپنۍ ده او امریکا په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې په پمله د وسلو د ازمویلو لابراتور جوړ کړی دی.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، داعش د نورو کمپنیو په څېر د امریکا قراردادي کمپنۍ ده او امریکا په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې په پمله د وسلو د ازمویلو لابراتور جوړ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې تېره ورځ تر یوه کنفرانس وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
ولسمشر کرزي په دغه کنفرانس کې د امریکا له خو د افغانستان په اچین ولسوالۍ کې د ټولو ستر بم کارول د افغانانو سپکاوی وباله او ویې ویل، پرېکړه یې کړې، چې نور د امریکا پر وړاندې ودرېږي او هغوی له دې خاورې وباسي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل« امریکا دا خاوره دومره بې ارزښته او بې څښتنه وګڼله چې د داعش په پلمه تر ټولو زورور بم يې زموږ پر خاوره استعمالوي، ما د یوه فرد په توګه پرېکړه کړې، چې نور به امریکا له دې خاورې باسم که دوهم کس راسره ودرېږي او که نه.»
نوموړي د امريکا دغه بريد اتوم ته ورته بم وباله او له امریکايي چارواکو يې وپوښتل چې ولې يې داعش دوه کاله پرېښود چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې راشي؟
پخواني ولسمشر په امریکا تور پورې کړ چې په دغه بمي بريد کې يې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم يې ازمويلی دی.
ښاغلي کرزي همدغه ټول څرګندونې وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته هم کړې او ویلي یې دي، چې امریکا له داعش یا کومې بلې ترهګرې ډلې سره مبارزه نه کوي او یوازې غواړي په افغانستان کې خپلې خطرناکې وسلې وازمویي.
د هغه په وینا دوه درې کاله د هېواد په ختیځ کې خلکو د داعش له حضوره شکایتونه کاوه خو امریکا یې پر وړاندې پټه خوله وه او په همدې توګه امریکا هڅه کوله، چې خپلو وحشیانه کړنو ته پلمې پیدا کړي.
پخواني ولسمشر ورځپاڼې ته ویلي په افغانستان کې شته داعش ډله د ډاین کورپ(DynCorp) په څېر د امریکا قرار دادي کمپنۍ ده، چې ځينو سیمو ته ځي، ځایونه له خلکو تخلیه کوي او وروسته امریکایی پوځ هلته خپلې وسلې ازمويي.
کرزي له ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د امریکا د روانو وحشتونو او دوه مخیو پر وړاندې درېږي او په وینا یې نور د دې وخت را رسېدلی دی چې امریکا په افغانستان کې خپل اوږده نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي او دلته له خپلو وحشتناکو کړنو لاس په سر شي.
کرزي د ملي یوالي پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له امریکا سره د دوی په کړنو کې یو لاس دی چې دا د شرم وړ خبره ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93401

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com