حامد کرزی:

روسیه او نور هېوادونه مجبور دي چې له طالبانو سره اړیکه ولري

31 حمل 1396 ساعت 8:43

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، نړیوال قدرتونه اړ دي چې له وسله والو طالبانو سره اړیکه ولري.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، نړیوال قدرتونه اړ دي چې له وسله والو طالبانو سره اړیکه ولري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کړې او ویلي یې دي، طالبان اوس په هېواد کې یو قدرت دی او د سیمې هېوادونه او نړیوال قدرتونه مجبور دي چې له دغه ډلې سره اړیکه وپالي.
د ښاغلي حامد کرزي په وینا نړۍ اوس له دې حقیقت سترګې نه شي پټولی چې طالبان پیاوړي شوي دي او د افغانستان ډیره برخه خاوره د دوی په لاس کې ده.
هغه ویلي، د امريکا په شمول ناروې، برېتانیا روسیه او نور هېوادونه له طالبانو سره اړیکه لري.
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې روسیه هم حق لري څو له وسله والو طالبانو سره اړیکه وپالي، ځکه طالبان په سیمه کې یو قدرت دی او مسکو د ځينو خطرونو د دفع کولو لپاره له دغه ډلې سره اړیکه پالي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د مسکو سفیر الکساندر مانتيتسکي سفير د طالبانو ډله يو سياسي ځواک بللې او ويلي یې دي، چې افغانستان کې له اوسنيو شخړو څخه د خلاصون لپاره بايد له يادې ډلې سره خبرې اترې وشي.
هغه دا هم ویلي، چې هېواد يې له نشه يي توکو، ترهګرۍ او داعش سره په مبارزې کې له افغان دولت سره همکارۍ کولو ته چمتو دى، خو به وینا یې امريکا نه غواړي روسيه په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93541

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com