راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان تر منځ مهمه غونډه جوړېږي

31 حمل 1396 ساعت 8:51

په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وايي، کابل او اسلام آباد به د اړیکو جوړولو له پاره یوه مهمه غونډه تر سره کړي.


په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وايي، کابل او اسلام آباد به د اړیکو جوړولو له پاره یوه مهمه غونډه تر سره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال و ویل، چې دغه غونده به راتلونکې میاشت کې جوړه شي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.
ښاغلي زاخیلوال یادې غونډې ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه به خامخا ستونزې او خنډونه لري، خو دواړه ملتونه سره یو دي.
هغه د پاکستان اوسنۍ تګلارې ناسمې و بللې او ویې ویل، چې د دغه تګلارو پایلې به منفي وي او پاکستان باید خپله پالسي بدله او اړیکې ښې کړي.
نوموړي د پاکستان له خوا پر ډېورنډ کرښه د پیل شویو اقداماتو په تړاو ویلي، چې دا کارونه باید د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیانمن نه کړي.
په اسلام آباد کې افغان سفیر هغه غط ذهنیت او تورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګنې هندوستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.
زاخېوال ویلي، افغانستان یو خپلواک هیواد دی، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پر ضد وکاروي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93542

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com