ولسمشر غني د کمال خان بند درېیم پړاو جوړولو چارې پرانستې

31 حمل 1396 ساعت 13:24

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په لوېدیځ کې د کمال خان بند د جوړولو چارو درېیمه لړۍ هم پرانسته.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په لوېدیځ کې د کمال خان بند د جوړولو چارو درېیمه لړۍ هم پرانسته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر له یوه پلاوي سره یو ځای نن نیمروز ولایت ته ولاړ او هلته یې د کمال خان بند د جوړلو درېیمه لړۍ پیل کړه.
د کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنځ ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمال لور ته د هلمند په سیند پروت دی.
دغه بند د جوړېدو درې فازه لري، چې ټول مالي لګښت یې له سل میلیونه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.
د یاد بند د جوړېدو په لومړۍ مرحله کې د بند د خاورینې کاسې د دیوال جوړول دي، چې د ۳۴۰۰ متره په اوږدوالي، ۳۲ متره پلنوالي او له شپږو څخه تر ۱۱ مترو لوړوالي جوړ شوی دی.
دوهم پړاو یې د قلعه افضل خان د بند او دېوال جوړولو چې په ۱۳۹۱ کې یې تړون شوی و، خو د امنیتي ستونزو له امله یې دغه پړاو، د ۱۳۹۴ کال د غوايي میاشتې په ۸ مه بشپړ شو.
درېیمه مرحله یا پړاو خپله د کمال خان بند جوړول دي، چې چارې یې نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پیل شوې.
په دغه پړاو کې به د ۱۶،۵ په لوړوالي، ۱،۶ کیلومتره په اوږدوالي، د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او څلور متره په لوړوالي د بند پرچاوه جوړېږي.
د دغه بند په جوړېدو سره به د زورورو سېلابونو مخنیوی وشي، له ۱۷۴۴۰۰ هکتاره څخه زیاتې نوې ځمکې او هغه ځمکې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي خړوبې شي.
دغه راز د یاد بند په جوړېدو سره به ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید چې له ۶۰۰۰۰ زیاتې کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
جمهورآژانس: نیمروز


کد مطلب: 93550

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com