د کورنیو چارو وزیر:

د شمالي ولایتونو د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوو

31 حمل 1396 ساعت 13:56

د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په شمالي ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوي.


د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په شمالي ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد شمالي ولایتونو ته په سفر تللی تر څو امنیتي حالت و ارزوي.
له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر جاهد، فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو ته تر سفر وروسته بلخ ولايت ته تللی او د بلخ له والي عطامحمد نور سره یې کتلي.
سرچینه وايي، ښاغلي جاهد د بلخ له والي سره په خبرو کې ویلي، چې په شمالي ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره پر ځانګړو پلانونو کار کوي.
نوموړي ټينګار کړی چې ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانانو سر او مال ته ګواښ پېښ کړي.
د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه شمالي ولايتونو ته سفر کوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې ولايتونو کې د طالب وسله والو سربېره د داعش د فعاليتونو په تړاو هم اندېښنو زور اخيستی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 93554

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/93554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com