واشنګټن پوسټ:

امریکا له يوې سياسي پالیسۍ پرته افغانستان کې سوله نه شي راوستلی

24 ثور 1396 ساعت 10:22

واشنګټن پوست ورځپاڼه د څېړونکو له قوله وايي، امریکا له یوې سیاسي پالیسۍ پرته په افغانستان کې د سرتېرو په ډېرولو سره سوله او ثبات نه شي راوستلی.


واشنګټن پوست ورځپاڼه د څېړونکو له قوله وايي، امریکا له یوې سیاسي پالیسۍ پرته په افغانستان کې د سرتېرو په ډېرولو سره سوله او ثبات نه شي راوستلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د څېرونکو له خولې لیکلي، چې امریکا دې د سرتېرو د ډېرولو پر ځای د افغانستان په اړه سیاسي پالیسي جوړه کړي او او د افغان ځواکونو تجهیز کې دې خپله ونډه ډیره کړي.
د حکومت مشران دې مجبور کړي چې اختلافونه لري کړي.
دغه راز څېړونکو ورځپاڼې ته دا هم ویلي، امریکا دې د افغان حکومت مشران مجبور کړي، چې اختلافونه لرې کړي او دغه راز دې امریکا د دې تر څنګ د افغانستان پر ګاونډیو فشار راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
ورځپاڼه د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رئیس صديق صديقي له خولې ليکي چې تر ټولو لوی تهديد طالبان دي او هغوی باید تر فشار لاندي راشي چې افغان حکومت په يوازې ځان دا کار نشي کولی.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو د جګړو شدت د بهرنیو ځواکونو په کمښت پورې نه دی تړلی؛ بلکې فساد، اختلافونه، رقابتونه او ناسمه حکومتولي هغه څه دي چې طالبان یې پياوړي کړي دي.
د امريکا د استخباراتي ادارې سي. ای. اې پخواني افسر بروس ریدل چې اوس د بروکينګز په انسټيټوټ کې کار کوي، ورځپاڼې ته ويلي، د اداري فساد پرضد په مبارزه او نورو برخو کې د افغانستان غیر فعال او وېشل شوی حکومت باید ستر ګامونه اوچت کړي.
دا په داسې حال کط ده، چې د متحدو ایالتونو د کانګریس غړي مایک لي هم افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسي و ننګوله.
 لي په یوه لیک کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ویلي، چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ پورې امریکا په افغانستان کې په متوسط ډول ۲۰ زره پوځیان لرل او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې یې د ځواکونو شمېر تر یو لک پورې ورساوه.
خو په وینا یې دې شمېر ځواکونو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ نه کړای شوی، نو د نورو ځواکونو لېږل به په وضعیت کې هېڅ بدلونه را نه ولي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94391

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94391/

جمهور
  https://www.jomhornews.com