د اروپايي پارلمان مرستیال:

د ډېورنډ کرښې ایستلو تاریخي تېروتنه باید جبران شي/ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای کړای شي

24 ثور 1396 ساعت 16:00

د اروپايي پارلمان مرستیال ریچارد چارنسکی وایي، پکار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي.


د اروپايي پارلمان مرستیال ریچارد چارنسکی وایي، پکار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بیزنس سټنددرډ خپرونې د راپور له مخې د اروپايي پارلمان مرستیال رييس ویلي باید لوېدیځوال پر ډیورند کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق په ځای کړي.
د ریچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) په وینا د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.
هغه ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.
ښاغلي چارنسکي ویلي«پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورند کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي نو پکار ده چې لوېدیځ هیوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي، بلوچستان او د پاکستان پښتني سیمې چې په زوره له بریتانیايي هند سره یوځای کړای شوې باید بېرته خپل اصلي هیواد افغانستان ته وګرځول شي.»
د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هیوادونو د دې پر ځای چې د خطر دا زنګ واوري سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.
ده وویل، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.
د اروپايي پارلمان مرستیال باور لري چې په افغانستان کې د ملیاردونو یورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځای باید د ډیورند کرښې پر بیا کتنې تمرکز وشي.
چارنسکي زیاته کړې، چې ډیورنډ د بریتانیايی هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي او د افغانستان او د هند د براعظمکي لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره حایل سیمه رامنځته شي.
هغه زیاته کړې«دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بریتانیايي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، بریتانیايي هند ته ورکړې.»
د اروپايي پارلمان مرستیال له ډیورند کرښې سره د خان عبدالغفار خان پاچاخان مخالفت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د بریتانیایانو د استعمار په مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و.
د اروپايي پارلمان مرستیال وايي، پاکستان د دیوند کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی او داغه راز په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوي، د هغو قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړي او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې پکې برابره کړې ده څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.
ریچارد چارنسکي وايي، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورند کرښې له منلو انکار کړی دی.
د اروپايي پارلمان مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډیورند ومني خو طالبانو ونه مانه.
ریچارد چارنسکي پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لورې ډزې د ډیورند کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلوځلو دوام بولي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94405

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94405/

جمهور
  https://www.jomhornews.com