علماوو شورا:

ترور او وژنې به زموږ د حق غږ چوپ نه کړي

25 ثور 1396 ساعت 9:11

د کابل د علماوو شورا وايي، د سیمې استخبارات په هېواد کې د جګړې ضد دیني عالمان په نښه کوي خو زیاتوي، چې دغه ترور او وژنې به د دوی غږ چوپ نه کړي.


د کابل د علماوو شورا وايي، د سیمې استخبارات په هېواد کې د جګړې ضد دیني عالمان په نښه کوي خو زیاتوي، چې دغه ترور او وژنې به د دوی غږ چوپ نه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا رییس عبدالبصیر حقاني وايي، حکومت باید د هغو دیني عالمانو د امنیت خوندیتابه ته پام وکړي، چې حق وايي او د نظام په دفاع کې خپله ونډه اخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې ځينې دیني عالمان د وسله والو له لوري په نښه شوي دي چې دا مسله د جدي اندېښنې وړ ده.
د حقاني په وینا، حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه دښمن غواړي ددیني عالمانو په له منځه وړلو د خلکو افکارو ته نفوذ وکړي او د حکومت یوه مدافع قوه وځپي.
د کابل د علماو شورا مشر زیاتوي، چې د دین رښتینې عالمان به د جګړې پر ضد خپل غږ همداسې اوچت ساتي او اجازه به ور نه کړي چې د ترور او وژنې له لارې دغه غږ چوپ کړل شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94424

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com