طالبان:

د حزب اسلامي سره مو د سولې په تړاو اړیکه نه ده نیولې

25 ثور 1396 ساعت 14:04

وسله والو طالبانو د حزب اسلامي هغه ادعا په کلکه رد کړې، چې ګڼې د دوی د قطر دفتر ورسره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.


وسله والو طالبانو د حزب اسلامي هغه ادعا په کلکه رد کړې، چې ګڼې د دوی د قطر دفتر ورسره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ بي بي سي او کابل نیوز د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر د مشر قریب الرحمن سعید له قوله ویلي و، چې د طالبانو د قطر دفتر له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
بي بي سي د سعید له قوله دا هم ویلي و، چې دغه خبرې په لوړه کچه وې او د طالبانو مسؤولو کسانو ورسره کړې، خو وروسته د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مشر قریب الرحمن سعید د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو سره د اړیکو نیولو خبره رد کړه.
په دغه خبر پاڼه کې نوموړي ویلي و، چې حزب اسلامي له طالبانو سره اړیکه نه ده نیولې او ځینو رسنیو دغه راپور ناسم خپور کړی، چې په وینا یې باید سم یې کړي.
وسله والو طالبانو هم دا خبره رد کړې، چې ګڼې حزب اسلامي ورسره د سولې په تړاو اړیکه نیولې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هېڅ طالب چارواکي له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو خبرې نه دي کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې د حزب اسلامي غړی بايد د ورته پروپاګنډاوو په خپرولو سره د اسلامي امارت پاليسي زيانمنه نه کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94433

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com