په کابل کې د چین سفیر د حزب اسلامي له مشر سره کتلي دي

26 ثور 1396 ساعت 9:30

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.


په کابل کې د چین سفیر یو جینګ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، حکمتیار او یو جینګ د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې او سوله یې د افغانانو لومړیتوب بللی دی.
په کابل کې د چین سفیر یو جینګ په باور افغانستان ته د سولې او ثبات په راتګ سیمې ته سوکالي او پراختیا راتلی شي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي هم د حزب اسلامي له مشر سره کتلي او د افغانستان په روانو حالاتو یې ورسره خبرې اترې کړې وې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94462

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94462/

جمهور
  https://www.jomhornews.com