چین او افغانستان د ګمرکي همکاریو سند لاسلیک کړ

26 ثور 1396 ساعت 11:58

د مالیې وزارت وايي، افغانستان او چين، د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ ناستې په څنډه کې، د ګمرکي همکاريو سند لاسلیک کړ.


د مالیې وزارت وايي، افغانستان او چين، د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ ناستې په څنډه کې، د ګمرکي همکاريو سند لاسلیک کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ګمرکي همکاريو دغه هوکړه ليک د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي مشر احمد رشاد پوپل او د چين د ګمرکاتو وزير يوګوانګجو ترمنځ په بيجينګ کې؛ لاسليک شو.
سرچینې زیاته کړې، چې د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به افغانستان او چين په مهمو موضوعاتو لکه د ګمرکي پړاونو د ساده کولو، د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د معلوماتو او تجربو پر تبادلې او دوه اړخيزو مرستو په برخو کې له يوه بل سره همکاري کوي.
په خبرپاڼه کې د د ماليې وزير اکليل حکيمي له قوله راغلي، چې افغان دولت د ګمرکي همکاريو تړون يو نوى ګام بولي او هرکلى یې کوي.
ښاغلي حکیمي زیاته کړې، چې د دغه تړون په عملي کېدو سره به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريزو اړيکو کې اسانتياوې رامنځته شي او دغه راز به د ملي عوايدو د لوړولو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94471

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com