قادر شاه د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند وټاکل شو

26 ثور 1396 ساعت 14:37

د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو د رييس او وياند تواب غورځنګ تر استعفا وروسته د هغه مرستیال قادر شاه د ده پر ځای ټاکل شوی دی.


د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو د رييس او وياند تواب غورځنګ تر استعفا وروسته د هغه مرستیال قادر شاه د ده پر ځای ټاکل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د ستراتېژیکو اړیکو پخواني رییس او ویاند تواب غورځنګ ویلي ده د ځینو شخصي کارونو او بوختیاو له امله استعفا ورکړې ده.
د هغه په وینا یې خپله استعفا یې د ملي امنیت شورا د سلاکار حنيف اتمر له لارې ولسمشر ته استول او د هغه لخوا منظور شوې ده.
تواب غورځنګ وايي، اوس د ده پر ځای یې مخکینی مرستیال قادر شاه د ستراتيژيکو اړيکو د نوي رييس او وياند په توګه ټاکل شوى دى.
په ورته وخت کې د ملي ا منيت شورا د ستراتېژيکو اړيکو نوي رييس او وياند قادر شاه وایي، تر خپله وسه هڅه کوي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو رییس او ویاند زیاتوي، چې له رسنيو سره به همکاري کوي او کوښښ به وکړي چې له هغوى سره په وخت معلومات شريک کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94476

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com