یو امریکايي سرتېري ننګرهار کې له داعش سره جګړه کې وژل شوی

27 ثور 1396 ساعت 8:59

ناټو وايي، یو امریکايي سرتېری د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې له داعش وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.


ناټو وايي، یو امریکايي سرتېری د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې له داعش وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سرتېري د تېرې شبنې په ورځ وژل شوی دی.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وایي امریکا لا هم په ننګرهار کې له داعش سره به مبارزه بوخته ده او هڅه کوي، د دغه ډلې پاتې وسله وال هم له منځه یوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې شمېر کم شوی دی او افغان ځواکونه د امریکايي ځواکونو په مرسته له دغه ډلې سره لا هم مبارزه کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94504

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com