لطیف افریدی:

ریچارد چارنسکي د ډېورنډ په اړه تاریخي حقیقت را برسېره کړی

27 ثور 1396 ساعت 9:19

د عوامي نېشنل ګوند غړی لطیف افریدی وایي، د اروپايي پارلمان مرستیال مشر ریچارد چارنسکي د ډېورنډ کرښې په اړه یو ستر او تاریخي حقیقت رابرسېره کړی خو اروپایان او امریکایان دغه خبرو ته ژمن نه دي.


د عوامي نېشنل ګوند غړی لطیف افریدی وایي، د اروپايي پارلمان مرستیال مشر ریچارد چارنسکي د ډېورنډ کرښې په اړه یو ستر او تاریخي حقیقت رابرسېره کړی خو اروپایان او امریکایان دغه خبرو ته ژمن نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي پارلمان مرستیال څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د ډېورنډ کرښې ایستل یوه تاریخي تېرونه وه، چې اوس باید بېرته جبران شي.
هغه ویلي د ډېورنډ کرښې ایستلو تاریخي تېروتنه باید جبران شي، بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یو ځای کړای شي
د اروپايي پارلمان مرستیال ریچارد چارنسکی وایي، پکار ده چې لوېدیځ هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي.
د ریچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) په وینا د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.
هغه ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.
ښاغلي چارنسکي وویل«پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورند کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي نو پکار ده چې لوېدیځ هیوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي، بلوچستان او د پاکستان پښتني سیمې چې په زوره له بریتانیايي هند سره یوځای کړای شوې باید بېرته خپل اصلي هیواد افغانستان ته وګرځول شي.»
چارنسکي زیاته کړې، چې ډیورنډ د بریتانیايی هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي او د افغانستان او د هند د براعظمکي لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره حایل سیمه رامنځته شي.
هغه زیاته کړې«دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بریتانیايي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، بریتانیايي هند ته ورکړې.»
د پښتونخوا سیاستوال وايي، چې د اروپايي پارلمان مرستیال د ډیورنډ په اړه د یوه ستر او تاریخي حقیقت په اړه خبرې کړې دي خو اروپايان او امریکایان دغو خبرو ته رښتینې نه دي.
د عوامي نشنل ګوند غړی لطیف افریدی وايي، امریکا د پاکستان کلک ملګری هېواد دی او هيڅ وخت نه غواړي د پاکستان پر وړاندې ورته څرګندونې وکړي.
نوموړي ویلي، اروپایان او امریکایان پخپله غواړي چې دلته په سیمه کې وضعیت همداسې روان وي.
د افریدي ویلي افغانان دې اروپا او امریکا په تمه نه پاتې کېږي، ځکه په وینا یې پردیو هېڅ وخت چا ته آزادي نه ده ورکړې، تر هغه چې ملتونو پخپله نه ده اخیستې.
نوموړي زیاته کړې، دواړو خواوو ته ولسونه سره یو ځای او یوه خوله نه شي، دغه کرښه به همداسې پر خپل ځای پرته وي، ځکه دا د غرب له لوري پر افغانانو تپل شوې ده او دوی به یې له منځه یو نه سي.
د هغه په وینا د پاکستان پوځ پنجابی دی او د پنجاب ګټې خوندي کوي نو ځکه دلته په سمیه کې پښتنو قبایلو ته د غږ پورته کولو اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان په افغانستان، ایران او هند کې لوبې کوي خو امریکا دا هر څه پخپله سترګه ویني خو بیا یې هم پر وړاندې پټه خوله ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94506

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com