لغمان کې دوه مېرمنې وژل شوې او درې ماشومان ټپیان شوي

27 ثور 1396 ساعت 9:23

چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د هاوان یوې مرمۍ د لګېدو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د هاوان یوې مرمۍ د لګېدو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ غرمه مهال د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ د سلینګار په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د هاوان مرمۍ د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا توغول شوې، چې په کې دوه مېرمنې وژل شوې او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
خو د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په یاد ولایت کې د یوه توغنديي د لګېدو له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 94507

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com