فارن پالیسي:

ټرمپ غواړي ناټو په افغانستان کې پر جګړه پانګونه ډېره کړي

27 ثور 1396 ساعت 9:32

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان جګړې په اړه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر ناټو فشار راوړي چې د افغانستان په جګړه کې لا ډېره پانګونه وکړي.


فارن پالیسي خپرونې د افغانستان جګړې په اړه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر ناټو فشار راوړي چې د افغانستان په جګړه کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خپرونې لیکلي، چې ټرمپ به د ولسمشر په توګه د دندې تر پیلېدو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې د ناټو پر متحدینو فشار راوړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي او د افغانستان په جګړه کې تر دې ډيره پانګونه وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک‎ ماسټر د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د بهرني سفر د اجنډا د تشرېح پر مهال و ویل، د ټرمپ پیغام به پر دې ټڼیګار وکړي چې د ناټو د دفاعي لګښتونو برخه کې دې د دې تړون غړي په عادلانه توګه خپلې ونډې زیاتې کړي.
خپرونه د ماسټر له قوله ویلي، دوی ټول باید په افغانستان کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره ژمن پاتې شي
فارن پالیسي وايي، دا په دې مانا ده چې ټرمپ غواړي ناټو اړ کړي چې غړي یې په افغانستان کې پر جګړه پانګونه ډېره کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94509

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com