د ننګرهار په ملي تلوېزیون برید پای ته ورسېد/ درې بریدګر وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی

27 ثور 1396 ساعت 11:08

د ننګرهار ولایت په ملي راډیو تلوېزیون ودانۍ د ډلیز ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۹ تنو ته ورسېده.


د ننګرهار ولایت په ملي راډیو تلوېزیون ودانۍ د ډلیز ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۹ تنو ته ورسېده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام ته نېږدې د ملي ټلوېزیون ودانۍ ته نن سهار ۱۰:۳۰ بجې څو تنه وسله وال ځانمرګي برید ګر ننوتل او له افغان ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي څلور تنه بریدګر دغه ودانۍ ته ننوتلي وو چې دوه تنو یې چاودنه کړې، درېیم یې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی او څلورم تن یې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندی نیول شوی دی.
د خوږیاڼي په خبره په دغه برید کې یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وايي دوی ته تر اوسه د ۲ تنو مړي او ۱۷ تنه ټپیان وروړل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ۱۰ تنه ټپیان سرسري زخمیان و، چې تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي خو ۷ تنه لا هم بستر دي.
د کاموال په خبره وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي، چې په کې دوه تنه د ملي تلوېزیون کارکوونکي هم دي.
په ورته وخت په خواله رسنیو کې هغه ویډو هم خپره شوې، چې افغان پوځیانو له دغه ځانمرګو بریدګرو څخه یو تن ژوندلی نیولی دی.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 94513

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com