افغان پوځ:

هلمند کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي

27 ثور 1396 ساعت 15:17

په سویل لوېدیځ هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۳۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل لوېدیځ هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۳۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزی وايي، له تېرې شپې راهیسې بیا تر نن سهار پورې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو عملیاتو او هوايي بریدونو جریان درلود.
نوموړي زیاته کړه، چې له افغان ځواکونو سره په دغه عملیاتو کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ هوايي ځواک هم مرسته کوله.
د احمدزي په خبره عملیات د ګرمسېر ولسوالۍ د خارکو او عمرزو په سیمو کې د وسله والو طالبانو په مرکزونو شوي، چې په کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان زیاتوي، چې په هوایي بریدونو کې د وسله والو څلور مرکزونه، چې مخابرې او مهمات هم په کې و له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 94524

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94524/

جمهور
  https://www.jomhornews.com