پاکستان ادعا کړې چې کابل کې یې دوه ديپلوماتان نیول شوي

28 ثور 1396 ساعت 8:59

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې یې دوه دیپلوماتان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې یې دوه دیپلوماتان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په همدې تړاو یې په اسلام آباد کې افغان مرستیال سفیر احضار کړی وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان دیپلومات ته یې په کابل کې د دوه پاکستاني ديپلوماتونو پر نیول کېدو سخت اتجاج وکړ.
سرچینې دا هم ویلي، چې په ورته پېښې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر خلاف او د جينيوا کنوانسیون څخه سرغړونه وي او له افغان حکومت نه یې د خپلو دیپلوماتانو د امنیت خوندي کولو لپاره جدي اقدامات غوښتنه کړې.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94544

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com