کابل کي د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۲۰ کسان نیول شوي دي

28 ثور 1396 ساعت 9:24

پوليسو په کابل کې په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣٢٠ کسان، ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي او د یو شمېر بریدونو مخنیوی یې کړی دی.


پوليسو په کابل کې په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣٢٠ کسان، ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي او د یو شمېر بریدونو مخنیوی یې کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ تېره ورځ خبریالانو ته و ویل، چې په یاده موده کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو ۳۲۰ کسان، ، ٣٤ سپکې وسلې، ٨٠٠ ناقانونه سيمکارتونه او ٢١ غلا شوي موټر يې ترلاسه کړي او د ٧ بريدونو مخه يې نيولې ده.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې پوليسو په دې موده کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه او ضبط او په تړاو یې ۵۱ تنه نیول شوي دي.
نوموړی وايي، ياد ٣٢٠ تنه د ۱۸۳ بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي او ترلاسه شوي موټر يې خاوندانو ته سپارل شوي دي.
د کابل امنیه قوماندان زیاتوي، چې يادو شوو جرمونو کې قتل، سړي تښتونې، وسله والې غلاوې او نور شامل دي.
باید و ویل شي، چې په دغه خبري ناسته کې لسګونوهغه کسان چى په بېلابېلو جنايي جرمونو نيول شوي وو، خبريالانو ته وښودل شول.
دغه راز لسګونه ميله وسلې چې راکټ، پيکا، کلاشينکوفونه، تومانچې، نارنجک ويشتونکې وسلې، څو مقناطيسي ماينونه او د وسلو بېلابېلې مرمۍ، لسګونه جوړې پوځي جامې هم رسنيو ته وښودل شول.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94546

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94546/

جمهور
  https://www.jomhornews.com