د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د چورلکو ورکړه ځنډول شوې

28 ثور 1396 ساعت 9:28

د روسیې د هوانوردۍ وزیر سرگي ایملیانوف وايي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو له لارې افغانستان ته د الوتکو ورکړه ځنډېدلې ده.


د روسیې د هوانوردۍ وزیر سرگي ایملیانوف وايي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو له لارې افغانستان ته د الوتکو ورکړه ځنډېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخي ایملیانوف ویلي، چې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د الوتکو د ورکړې کومه طرحه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۳ کال کې هم روسیې ۵۵۴ میلیونو ډالرو په ارزښت له امریکا سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې افغانستان ته ۳۰ چورلکې ورکوي.
خو په روسیه کې د الوتکو د تولید شریکت روزوبورن اکسپورت وايي، د امریکا تر بندیزونو وروسته افغانستان ته د الوتکو ورکړه او یا د پخوانیو الوتکو د ترمیم چارې ځنډېدلې دي.
د یاد شرکت رییس اناتولي ایسایکن ویلي، د بندیزونو له امله روسیه نه شي کولی چې د امریکا یا ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته الوتکې ورکړي یا یې ژوبلې الوتکې ترمیم کړي.
خو په وینا یې افغانستان کولی شي پخپله مستقیم دغه الوتکې له روسیې واخلي او یا د روسیې له دفاع وزارت د مرستو غوښتنه وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94547

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94547/

جمهور
  https://www.jomhornews.com