جېمز مټیس:

د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوم

28 ثور 1396 ساعت 10:37

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس وايي، دی د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوي خو تر اوسه په دې برخه کې د ناټو د متحدینو ونډې ته اړتیا لري.


د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس وايي، دی د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوي خو تر اوسه په دې برخه کې د ناټو د متحدینو ونډې ته اړتیا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مټیس د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې دوی په دې کار کوي او وروستۍ پریکړې ته تر رسېدو پورې به په څرګنده او غلې له خپلو متحدینو سره هم دا مسئله څېړي.
نوموړي د ناروې له دفاع وزیرې این ماري ایریکسن سوریډ "Ine Marie Eriksen Soreide" سره له کتنې وروسته خبریالانو ته و ویل، دا ډېره مهمه ده چې سمه پریکړه وشي نه په بیړه.
د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د افغانستان په اړه د نوي پوځي پلان د سپارښتونو د نهايی کولو خبر ورکوي، چې اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مایکل سکاپاروټي ویلي، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تشه باید ژر ډکه شي.
هغه ویلي، چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن غوښتنلیک ورته سپارل شوی او ناټو به ډېر ژر په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94555

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com