حامد کرزی:

په پوره قوت د افغان جګړې د خصوصي کولو پر وړاندې درېږم

21 اسد 1396 ساعت 11:06

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که امریکا د افغان جګړې د خصوصي کولو پرېکړه وکړي په پوره قوت یې پروړاندې ودرېږي.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که امریکا د افغان جګړې د خصوصي کولو پرېکړه وکړي په پوره قوت یې پروړاندې ودرېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي ویلي، چې د افغان جګړې خصوصي کول به په افغانستان کې جګړه او خپلسري دوامداره کړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د افغان جګړې د خصوصي کولو راپورونه خپرېږي.
د هغه په وینا که امریکا داسې کومه پرېکړه وکړي، په پوره قوت به یې پر وړاندې درېږي او د دوی پرېکړه به د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شي.
د حامد کرزي په وینا شخصي کمپنیو ته د افغان جګړې، سپارل د هېواد د ملي حاکمیت او اساسي قانون نقض دی.
ښاغلي کرزي ویلي، شخصي کمپنیو ته د افغان جګړې سپارل به جګړه اوږده کړي، لا ډېر افغانان به و وژني او تر څنګ به یې د سولې پروسې ته سخت زیان ورسوي.
مخکني ولسمشر پر افغان حکومت هم غږ کړی، چې د امریکا د دغه ډول پرېکړو په اړه غبرګون وښيي او د دوی پر وړاندې ودرېږي.
د نوموړي په وینا د امریکا دغه اقدام د ملي ګټو نقض دی او پر وړاندې یې د حکومتي چارواکو چوپتیا د اندېښنې وړ ده. پخواني ولسمشر دا هم ویلي، چې شخصي کمپنیو ته د جګړې د سپارلو تجربه په ټوله نړۍ کې ناکامه ثابته شوې او هیله یې څرګنده کړې چې دا ناکامه تجربه دلته بیا تکرار نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې لوېدیځې رسنۍ وايي، امریکا کې دوه خصوصي امنیتي کمپنیو د دغه هېواد حکومت ته وړاندیز کړی، چې افغان جګړه دوی ته وسپاري.
دغه وړاندیز د یوه امریکایي خصوصي امنیتي شرکت رئیس ایرک پرنس کړی او ویلي یې دي، چې دوی به په جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97076

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com