ناټو وايي د کنړ له پاره د داعش امیر یې وژلی دی

22 اسد 1396 ساعت 13:04

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت قوانداني وايي، د کنړ ولایت له پاره یې د داعش ډلې مشر وژلی دی.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت قوانداني وايي، د کنړ ولایت له پاره یې د داعش ډلې مشر وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د داعش وژل شوی امیر عبدالرحمان نومېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې په عبدالرحمن او د هغه پر دریو نورو ملګرو د تېرې پنشنبې په ورځ د کنړ ولایت په پېچ دره کې تر هوايي برید لاندې راغی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي برید کې د کنړ له پاره د داعش امیر عبدالرحمان او د هغه درې نور ملګري وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د عبدالرحمان وژل د داعش ډلې رهبرۍ ته یو بل ستر زیان بللی دی.
نوموړي ویلي د عبدالرحمان وژلو دا وښودله چې افغانستان د تروریستانو لپاره خوندې ځای نه دی او پر وینا یې دوی به تر هغې چې دا ډله افغانانو او سیمې ته د ګواښ د را ولاړولو توان له لاسه ورنه کړي تعقیب او په نښه کړي.
د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ د وینا له مخې، عبدالرحمان نه یوازې د کونړ لپاره د دغې ډلې د امیر په توګه کارکوه، بلکې، هغه د داعش د امیر ابو سعید تر وژل کېدو وروسته د اسلامي دولت امارت ته د یو مهم کاندید په توګه هم ګڼل کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو د جولای په میاشت کې د ابو سعید د وژلو خبر تائید کړی وو.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 97104

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97104/

جمهور
  https://www.jomhornews.com