بلوڅان:

د پاکستان حکومت موږ وژني، خو نړیوالو پرې پټه خوله دي

22 اسد 1396 ساعت 14:07

په امریکا کې مېشت فعال بلوڅ ځوانانو وايي، د پاکستان حکومت بلوڅ مشران وژني او پر وړاندې یې عملآ جګړه پیل کړې، خو نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې پټه خوله دي.


په امریکا کې مېشت فعال بلوڅ ځوانانو وايي، د پاکستان حکومت بلوڅ مشران وژني او پر وړاندې یې عملآ جګړه پیل کړې، خو نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې پټه خوله دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بلوڅ فعال ځواکونو تېره ورځ د امریکا په مشهور پوهنتون جورج واشنګټن کې د پاکستان پر ضد لاریون هم وکړ.
لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې د پاکستان د پوځ جنرالان هره ورځ بې ګناه بلوڅان وژني، د سر سړي په کې نه پرېږدي او کله کله ان قتل عام کوي یې.
دغه راز د لاریون ګډونوالو ویلي، چې د پاکستاني استخباراتو ځينې کسانو په امریکا کې مېشت افغان محصلین هم تهدید کړي دي او دوی ته یې ویلي چې د پاکستان ضد فعالیتونه دې نه کوي.
دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې پاکستان د بلوڅانو پر وړاندې عملآ جګړه پیل کړې ده، خو نړیوالو بنسټونو پرې خوله پټه نیولې.
د دې ډلې یو تن مشر احمر خان له امریکا او نړیوال بنسټونه غوښتي، چې په بلوچستان کې د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري د بشري حقونو د روان نقض پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
نوموړي رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې چې امریکا دې له پاکستان سره په دغه ستر بشري جنایت کې نه شرېکېږي او له دغه هېواد سره دې خپلې نظامي مرستې قطع کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97111

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com