حکمتیار:

ناټو هم افغانستان کې د روسانو زړه تګلاره تعقیبوي

22 اسد 1396 ساعت 14:31

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام بللی او وايي، ناټو د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام بللی او وايي، ناټو د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار دغه څرګندونې تېره ورځ د ختيځو ولايتونو شورا مشرتابه او غړو سره د ليدنې پر مهال کې کړې دي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې د حکمتیار له قوله ویل شوي، روسان و نه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسېږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی.
د حزب اسلامي مشر دغه راز د ننګرهار په هسکه مېنه او د تخار په چاه اب کې د ملکي خلکو د وژل کېدو په هکله خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې د دې بدمرغې جګړې په نتيجه کې هره ورځ په سلګونو کسان وژل کېږي.
نوموړي زياته کړې، چې جګړه د بهرنيانو له خوا په افغانانو تپل شوې او ګټه يې يواځې هغه چاته رسېږي چې په دې جګړه پانګونه کوي.
حکمتیار ویلي، هم په دولت او هم طالبانو کې داسې کړۍ شته چې د دې جګړې دوام غواړي، ملت بايد دوی تجريد کړي او له خپلو ليکو يې وباسي.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې د ختيځو ولايتونو د شورا رئيس عبدالخالق حسيني پشه يي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له دولت سره يې د حزب اسلامي د سولې معاهدې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97112

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com