ملګري ملتونه وايي، امریکا دې د کډوالو نیونه او ځورونه بنده کړي

25 اسد 1396 ساعت 9:58

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه پلاوي ویلي، چې په امریکا کې هر کال تر ۳۵۰ زره ډېر کډوال په غیر قانوني توګه د حکومت له لوري نیول کېږي او تنبهي جزا ورکول کېږي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه پلاوي ویلي، چې په امریکا کې هر کال تر ۳۵۰ زره ډېر کډوال په غیر قانوني توګه د حکومت له لوري نیول کېږي او تنبهي جزا ورکول کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي یوه څېړنه کړې او په خپل راپور کې یې له امریکا غوښتي چې د کډوالو نیول بند کړي او نړیوالو قوانینو ته دې پام وکړي.
په راپور کې ویل شوي، چې کډوال باید د خپلې کډوالۍ د پروسې د خلاصولو لپاره پرېښودل شي، خو پولیس یې نیسي او په غیر قانوني توګه یې بندي کوي.
په دې راپور کې راغلي، چې د کډوالو سره د جنايي مجرمینو په څېر چلند کيږي او ډېری خو یې په ډېرو لرو سیمو کې له هر ډول خدماتو لرې په زړو تاسیساتو کې ساتل کېږي.
ملګري ملتونه وايي د امریکا دغه کار د میلیاردونو ډالرو د زیان تر څنګ له نړیوالو قوانینو سرغړونه هم ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97201

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com