ایکسپریس ټریبیون:

د جان مکېن ستراتېژي به پاکستان ته سخته تمامه شي

25 اسد 1396 ساعت 13:55

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د امریکايي سناتور جان مکېن نوې ستراتېژي به د پاکستان له پاره ډېره خطرناکه او سخته تمامه شي.


پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د امریکايي سناتور جان مکېن نوې ستراتېژي به د پاکستان له پاره ډېره خطرناکه او سخته تمامه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا مشهور سناتور جان مکېن غواړي د افغانستان د جګړې په اړه خپله ستراتیژي بشپړه کړي او مخکینی اعلان یې هم د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې د مکېن ستراتیژي به د ده په وینا پاکستان ته د طالبانو او حقاني ډلې د ملاتړ له امله د ډيپلوماټیک، پوځي او اقتصادي اغیز له امله په سخته بیه تمامه شي.
د ورځپاڼې په بارو مکېن د ټرمپ د سلاکارانو په پرتله د سویلي اسیا پر وضعیت ښه خبر دی او د ده له نظره پر پاکستان د بندیزونو لګول له امکانه لرې.
سرچینې زیاته کړې، چې پر همدې اساس دا خبره به ستونزمنه وي چې و ویل شي د امریکا حکومت دې د هغه د دریځ پر وړاندې استدلال وکړی شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97211

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com